افغانستان، سیمه کې د پیوستون په لامل بدلیږي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

په زړو روایتونو او کیسو کې ویل شوي چې ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده ، که څه هم داسې غوايي چا نه دی لیدلی، خو که وویل شي د اسیا ثبات ، د سیمي د هیوادو د خپلمنځي اړیکو پراختیا ، راشه درشه ، پرمختګ او غوړیدا د افغانستان پر کنډو تیریږي او پخلي ته رسیږي ، مبالغه به نه وي.

که پخوا ویل کیده  او یا اوس پرې ټينګار کیږي چې افغانستان د اسیا زړه دی ، په حقیقت کې داسې  څرګندونو د افغانستان وړتوب او ځایښت ، سیمې ته د خپل مهال له غوښتنو سره سم انځورکړی دی. نن هم موږ په داسې پيړۍ کې ژوند کوو چې نړۍ ورځ تر بلې زیاته په یوه کلي بدلیږي او افغانستان د نړۍ په داسې ځای کې پروت دي چې د نړۍ د پیوستون او یووالي هیلې او موخې په اسانۍ سره له دې لارې پلي کېدلای شي .

د منځنۍ اسیا هیوادونه د انرژۍ پراخې زیرمې لري چې ددې هیوادو له کورني لګښت څخه اخوا د خرڅلاو بهرني بازار ته اړتیا لري . بلخوا د جنوبي اسیا هیوادونه لکه پاکستان ، هند او نور، زیات نفوس لري او انرژۍ ته سخته اړتیا لري چې د انرژۍ په کور دننه زیرمې يي اړتیا نه شي پوره کولای. په دې توګه اړ دي د افغانستان له لارې دا انرژی د منځنۍ اسیا له هیوادو څخه په بیه واخلي . همدارنګه د جنوبي اسیا هیوادونه د خپلو سوداګریزو مالانو د خرڅلاو لپاره له منځنۍ اسیا پرته بل نږدي، ګټور او ارزانه بازار نه شي پیداکولای.

افغانستان نه یوازې د جنوبي او منځنۍ اسیا بلکې د لری اسیا ، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ تر منځ د یووستون لار جوړوي . بلخوا په ۲۱ مه پيړۍ کې افغانستان ، د ځمکې د ټولو لویو وچو ترمنځ د نږدي اړیکو په رامنځته کېدو کې لویه ونډه پر غاړه اخلي .

خو سیمې او نړۍ ته د افغانستان په هومره ګټورتوب سره بیا هم ، ځیني ګاونډې او ورڅیرمه هیوادونه یا د افغانستان په داسې ژیو ایکونومیک ارزښت لږ پوهیږي او یا په لویلاس غواړي د افغانستان له داسې ارزښت څخه د ګټې اخیستنې پرځای دا هیواد له نورو ستونزو او ننګونو سره بوخت وساتي .

افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي . په افغانستان کې امنیت او ټیکاو او افغانانو سره د ورورګلوۍ او دوستۍ اړیکې د سیمې د نورو ولسونو ترمنځ د اړیکو په نږدیوالي او ټینګښت کې غټ ځای لرلای شي .

کابل په همدې موخه ، د روان کال د جون په ۱۴ مه د اسیا زړه کنفرانس کوربه دی . د سيمې د اتو او شپږو ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنيو چار وزارت وياند په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل « دغه کنفرانس کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې، په سيمه کې د سياسي، امنيتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې بحثونه وشي. همداراز هغه زیاته کړه : د کنفرانس يوه بله مهمه موضوع به د سيمې د هېوادونو تر منځ د باور را منځته کول وي. نوموړي دا هم وویل په دې کنفرانس کې به هلې ځلې وشي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه و کړي. »

افغانستان په تېرو څو میاشتو کې د خپلو ملي ګټو او امنیتي اړتیاوو پر بنست د نړۍ له سترو او مهمو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي . بلخوا لویدیځ سره دا تړونونه د عصرې پوهنې ، تخنیک او پانګې په برخه کې چې موږ يي نلرو او یا ورته اړتیا لرو د ارزښت وړ ګڼل کیږي په داسې حال کې چې د افغاني او اسلامي ارزښتونه په برخه کې موږ خپله بډایه یوو او نورو ته لږه اړتیا لرو .

د سیمي ځیني هیوادونه لکه ایران او پاکستان د هغو ستونزو له کبله چې دوی يي د تړونو له بل  لوري سره لري ، دا تړونونه افغانستان لپاره هم ګټور نه بولي او په وړاندې يي مخالفت څرګندوي. د بېلګې پتوګه ایران ، امریکا سره خپلمنځي تربګني لري او پاکستان له هند سره خپلمنځی اختلافات لري خو افغانستان بېا له استثنا پرته، غواړي ټولو هیوادو سره ښې او ګټورې اړیکې ولري .

دا کنفرانس به پرځای ګام وي که د تړونونو په اړه د ګاونډیانو او نورو هیوادونو اندیښنې وارزوي او که اړینه شي د هغو په لري کولو سره د ګاونډیانو باور ترلاسه کړي .

بلخوا ایران او پاکستان لا هم  افغانستان ته د ډلوژنې او ویجاړۍ لپاره د ترهګرو جوپې رالیږي او خپلو هیوادو کې اوس هم د ترهګرو اډې پالې . دې کنفرانس کې باید افغان دولت په څرګندو ټکو د افغانستان په اړه د پاکستان او ایران دوه مخی سیاست بربنډ کړي او تهران او اسلام اباد ته څرګند پیغام ورکړي چې افغانان تر قیامته د ایران او پاکستان لاسوهنې او تیري نه شي زغملای !

ځیني بهرني او په کور دننه شننونکي د کابل راروان کنفرانس هم لکه د انقرې او ځینې نوروکنفرانسونو پشان، بې ګټې او هغه یوازې فساد کې ډوب د کرزي دولت، تبلیغاتي ډنډوره بولي . خو داسې شنونکې هم بې پري نه دي او ځینې يي د ایران او پاکستان په لاړو لامده دي چې د افغانستان هره پرمختیا او ګټه ورته زور ورکوي او نه يي شي لیدلای !

په کور دننه او بهر د افغانستان هره پرمختیا او غوړیدا نه یوازې د هیواد د سراښو او بدخوا ګاونډیانو پرسر کلک ګوزار دی بلکې د کرزي په دولت کې د مفسدینو لپاره هم غاښ ماتی ځواب ګڼل کیږي. افغانستان د څو لنډه غرو او مفسدو شتمني نه ده چې یوازې له دې اړخه هغه وکتل شي او هډر لاړه شي بلکې هغه د میلیونونو افغانانو ټاټوبی دی چې د ساتنې ، پرمختګ او ښکلا لپاره يي هره ورځ افغانان خپل سرونه ښندي . وګورۍ د لويي څارنوالۍ په یوه ګواښ سره  لنډه غر جنرال دوستم ، هیواد پریښود او ترکيي ته وتښتید . دا چې د نورو ډاکوانو ، ضیا مسعود او محقق احوال به څنګه وي په ډاډ سره ویلای شو چې هغوی اوس په غره کې هم نه ځاییږي او د تیښتې ځای به لټوي چې لنډه راتلونکې به يي وښۍ .    

افغانستان باید د ځوان او الوتونکي نوي نسل ، د نړۍ د پرمختللو هیوادو سره په اړیکو ، سولې ، ټیکاو او راتلونکې کې وکتل شي ، نه په ماضي او د درواغجنو مجاهدینو ، طالبانو او نورو مفسدینو او لنډغرو له لید لوري !

افغانستان لا اوس هم ډېرې ستونزې په مخ کې لري ، نن هم د پاکستان او ایران څخه د ترهګرو ډلې راروانې دي . نن هم زموږ د نجونو او هلکانو په وړاندې ښوونځي تړل او سیځل کیږي ، اوس هم په دولت کې مافیا پیاوړی شتون لري خو دا هیواد د خپلو ریښتینو زامنو او لوڼو په مټ د پرمختګ او مدنې ټولنې د جوړیدو له کاروان څخه څوک نه شي راستنولای !

افغانستان سیمه کې د ثبات او ټيکاو په لامل بدلیږي ، د افغانانو هیواد د سیمي او نړۍ د وصل او پیوستون ځمکه ګرځي او ځان سره سیمې ته ښکلې راتلونکې ، پرمختګ او د پيړۍ نوې پیرزوینې راوړي .

افغانان که په دولت کې د فساد جرړي وباسي او یوه کاري غښتلې اداره رامنځته کړي ، د ترهګرو په وړاندې چې له بهره استول کیږي او د ګاونډیانو په وړاندې چې له افغانانو يي سترګې نه سوځي، بری موندلای شي .

و اسمان ته به د شعر زینې کیږدي

که حمید د غم له سره  زنګون وکیښ

حمید ماشوخیل

د ۲۰۱۲ کال د جون ۱۲ مه            


June 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات